د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د کوچیانو چارو د انسجام عمومي رئیس معرفي شو

۱۲ لیندۍ ۱۳۹۷

د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي مقام دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي له لوري، محترم حبیب الرحمن، د کوچیانو چارو د انسجام د عمومي رئیس په توګه معرفي شو.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي مقام دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د کوچیانو چارو د انسجام لپاره، چې ددې ټولنې مهمه برخه ده او باید خپلو حقه حقونو ته ورسېږي، د عمومي رئیس په توګه د محترم حبیب الرحمن ګمارل کېدل مهم ګام وباله.

عبدالسلام رحیمي د ټولنې د نورو اقشارو په ډول د کوچیانو لپاره د ورته حقونو په برابرولو ټینګار وکړ او وې ویل: حکومت او خلک باید په ګډه په دې برخه کې کار وکړي. ښاغلي رحیمي همداراز ډاډ ورکړ، چې حکومت به په دې برخه کې هڅې او همکاري وکړي.

په دې مراسمو کې د کوچیانو چارو د انسجام عمومي رئیس حبیب الرحمن، د جمهور رئیس غني له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې باید د کوچیانو جامع تعریف وشي او د کوچیانو په اړه باید سالم تصور او ذهنیت جوړ شي.

هغه همدرازا د مشرانو او ځوانانو له مشورو څخه په استفادې ټینګار وکړ او وې ویل؛ هڅه به وکړي چې د تجربو او ځواک په یو ځای کولو سره د کوچیانو ژوند او وضعیت ښه کړي.


شریکول