د جمهور رئیس خبرې
«د سیاسي حللارې موندل غالب او مغلوب نه لري. د سولې ګټوونکي به انشاالله تعالی د افغانستان ماشومان، مېرمنې، یتیمان او په ځانګړي ډول د افغانستان ولس او راتلونکي نسلونه وي.»

په ملي تدارکاتو کمېسیون کې د ۸۰ بابه مسجدونو، لیلیو، ورزشي جمنازیمونو او د کنفرانسونو تالارونو جوړېدل منظور شول

۱۲ لیندۍ ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او دوه اویایمه اونیزه غونډه کې، په ولایتونو کې د ۸۰ بابه مسجدونو، لیلیو، ورزشي جمنازیمونو او د کنفرانسونو تالارونو جوړېدل په پرنسیپ او د غور ولایت د ۵ میګاواټه سولري برېښنا پروژه تأیید کړه.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په غور کې د ۵ مېګاواټه سولري برېښنا پروژې په اړه د ټینګار ترڅنګ د برېښنا روښنایۍ ته د هغه ولایت د خلکو د عاجلې اړتیا له امله اوبو او برېښنا وزارت ته لارښوونه وکړه، چې له پیشنهادي داوطلب سره تر مذاکرې وروسته، دغه پروژه په تر ټولو کم وخت کې عملي کړي.

همداراز په دې غونډه کې، د سړکونو؛ پُل او اضطراري پوستو جوړول؛ د اعاشوي توکو برابرول؛ د انټي ربیس، تیتانوس او سرویم امنیوګلوبولیم واکسینونه؛ د خوست ښار د اوبو رسولو شبکې پروژه؛ د ۱۵ کیلومټرو په اوږدوالي سره د ګرشک ــ نوزاد سړک بیارغاونه او د شبرغان په یتیم‌تاق کې د ګازو د دوو استخراجي څاه ګانو د کېندنې پروژې قراردادونو په ګډون ۳۶ تدارکاتي موارد منظور کړل.

په دې غونډه کې، د افغانستان د رېل پټلۍ خپلواکې ادارې د آقینې په رېل پټلۍ سټېشن کې د ۱۰ کیلومټره رېل پټلۍ د سروې، ډيزاین او تمدید پروژه وړاندې کړه، چې کمېسیون تر هر اړخیزو ارزونو وروسته مالیې وزارت ته دنده وسپارله، چې ددې پروژې اړتیا وړ بودجه برابره کړي.

په دې غونډه کې، د ملي شورا د مالي، بودجوي او اقتصاد کمېسیونونو ملي څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول