د جمهور رئیس خبرې
زموږ ژمنه دا ده، چې سوله به ټینګوو او د هر ډول احتمالي فاجعې او پاشلتیا مخه به نیسو، خو داسې ارزښتونه هم موجود دي، چې بحث پرې نشي کېدای لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مرکزي، قوي او کار وړ دولت او د اتباعو اساسي حقوق.

د هېواد یوه معیوب سرتېري ته آپارتمان ورکول کېږي

۱۴ لیندۍ ۱۳۹۷

د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر اساس، د کابل ساحوي زون قوماندانۍ جنایي افسر لومړي‌څارن منصور احمد ته، د کابل په غزنوي سنائي ښارګوټي کې درې اتاقه اپارتمان ورکول کېږي.

لومړی‌څارن منصور احمد په ۲۶ زمری ۱۳۹۴ نېټه، د دندې پر مهال د هېواد د خپلواکۍ مراسمو د امنیت د تأمین پر مهال، د چاودنې له امله ټپي شو او دواړه پښې یې له لاسه ورکړې.

د جمهوري ریاست د عالي مقام په حکم کې مالیې او ښارجوړونې وزارتونو ته لارښوونه شوې، چې ژر تر ژره د آپارتمان د ملکیت اسناد طی مراحل کړي.


شریکول