د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

کابینې د بندیانو لپاره د سواد زده‌کړې مقررې طرحه په پرنسیپ کې تصویب کړه

۰۶ مرغومی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د بندیانو لپاره د سواد زده کړې مقررې طرحه په پرنسیپ کې تصویب شوه.

حکومت تصمیم لري، چې د بندیانو لپاره د سواد زده‌کړې مقررې په انفاذ او اجرایي کېدو سره، بېسواده بندیان زده‌کړو ته وهڅوي.

دغه مقرره هڅه کوي، چې بېسواده بندیانو ته د تعلیمي فرصتونو په رامنځته کولو سره، د هغوی د پوهې کچه لوړه کړي.

ددې مقررې په عملي کېدو سره به، بندیان د بند مودې له پوره کولو وروسته د یوه باسواده شخص په توګه ټولنې او کورنۍ ته ستون شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې عدلیې وزارت مؤظف کړ، چې د بندیانو لپاره د سواد زده‌کړې مقررې طرحه د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت اصلاحي نظریاتو ته په پام، تصحیح او نهایي کړي.


شریکول