۶۲ تدارکاتي موارد او د امنیتي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د کوپون د وېش تطبیقي طرحه منظور شوه

۰۹ مرغومی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او پنځه اویایمه غونډه کې، د ۶۷ تدارکاتي مواردو او د امنیتي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د کوپونونو د وېش تطبیقي طرحې تر ارزولو وروسته، د ۲۷٫۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۶۲ قراردادونه منظور شول.

په منظور شویو قراردادونو کې درویشت قراردادونه، په ۲۳ ولایتونو کې د (BPHS)  اساسي روغتیایي خدمتونو او  د (EPHS) روغتوني اساسي خدمتونو د  وړاندې کولو په موخه د مشورتي خدمتونو تدارک؛ په پغمان ولسوالۍ کې د ۱٫۴۶ کیلومټره سړک او ویالو جوړول او د هلیکوپټرو د کېناستو لپاره ۱۸۰۰ متر مربع ډګر جوړول؛ د انرژۍ د تأمین او پانګونې تر عنوان لاندې د ۱ او ۳ قسطونو د پروژو د تطبیق او څارنې مشورتي خدمتونه؛ د کابل د تره‌خېلو حرارتي دستګاه لپاره د تېلو تدارک؛ د ۳۴ ولایتونو د پنځو دریایي حوزو لپاره د ګبیون اخیستنه؛ د بادغیس ولایت د قلعه‌نو جامع مسجد پراخول او جوړول؛ د کاپیسا ولایت له دانش تر پُل مغان پورې د سړک پخول؛ د (هرات ــ کندهار) سړک د دوراني څارنې او ساتنې لپاره د ۶۰۰ ټنه قیر تدارک؛  د پکتیا له ګردېز تر زرمت پورې د سړک بیارغاونه؛ د ۵۰۵ بُست زون د پولیسو لپاره ۳۰ قلمه اعاشوي توکو تدارک؛ د پولیسو لپاره د ۱۰ ټایر لرونکو سکواټرو تدارک؛ د ۴۰۴ میوند زون قوماندانۍ د جزوتامونو او قطعاتو لپاره د لرګیو تدارک؛ په چارټر ډول د افغانستان د ملي اردو د جزوتامونو او قطعاتو پرسونل د هوایي لېږد لپاره د غیر مشورتي خدمتونو تدارک؛ د ملي دفاع وزارت لپاره د ثابتو او متحرکو ۲۲۴ امنیتي کامرو د قرارداد یوه برخه؛ د مرکزي او ساحوي قول‌اردوګانو د جزوتامونو د قطعاتو لپاره د غوښې برابرولو او ساختماني چارو د قرارداد یوه برخه؛ او د ملي اردو د جزوتامونو او قطعاتو په ساحو کې د کانکریټي خنډونو د ځای پر ځای کولو او برابرولو قرارداد شامل دي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د خوراکي توکو د مرستندویه کوپونونو د وېش تطبیقي طرحه هم وړاندې شوه. د غړو له لوري ددې طرحې هرکلی وشو او څرګنده شوه، چې د شهیدانو د وارثینو نهایي لېست او شمېر دې په دقیق ډول برابر شي.

همداراز د اوبو او برېښنا وزارت له کورني او روسي ګډ شرکت سره د پکتیکا ولایت د مچلغو د اوبو او برېښنا بند د فسخه شوې پروژې د تصفیه شویو حسابونو لپاره د نوي حکم د اخیستو وړاندیز غونډې ته وړاندې شو، چې د کمېسیون له لوري تأیید شو.

پر دې سربېره د تېلو او ګازو د اداري له لوري د نفتي توکو د کیفیت د تثبیت په اړه د نورم او سټنډرډ ملي ادارې وړاندیز هم د کمېسیون د غړو له لوري تصویب شو.

د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوند د غوښې پر قرارداد د بحث پر مهال، جمهور رئیس غني یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو د حمایې لپاره دې د چرګانو غوښه واخیستل شي.

همداراز د ملي دفاع وزارت لپاره د نویو کمپیوټرو د ۳ قلمه تجهیزاتو په اړه د یوه شرکت په عریضې او د کابل د څېړنیز مرکز د اوه منزله ودانۍ د جوړولو قرارداد په اړه د ۵ سلنه جریمې د ځنډولو لپاره د عریضه کوونکي شرکت د غوښتنې پر اساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پر غوښتنه بیاکتنه وشوه، چې ملي تدارکاتو کمېسیون دغه وړاندیزونه منظور کړل.

د بغلان ولایت د ورزشي جمنازیم جوړولو او د بدخشان ولایت د ورزشي آمریت د اداري تعمیر د جوړولو پروژو د قراردادونو تعدیل هم د کمېسیون له لوري منظور شو او د ننګرهار ولایت د ورزشي جمنازیم د جوړولو پروژې د قرارداد د تعدیل غوښتنه د لویې څارنوالۍ د پلاوي له لوري د لا زیاتو ارزونو په موخه بېرته وګرځول شوه.

په دې غونډه کې د ملي شورا د مالي، بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازی (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستکا څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول