د شاوخوا ۱٫۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۸ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۱۷ مرغومی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او شپږ اویایمه غونډه کې، د شاوخوا ۱٫۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۸ قراردادونه منظور شول. جمهور رئیس غني د پروژو پر تطبیقوونکو بنسټونو د څار پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

په عمده منظور شویو قراردادونو کې د کونړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون جوړول؛ د پلازمېنې زون د انکشاف خپلواکې ادارې لپاره د تېلو برابرول؛ د کورنیو چارو وزارت د ۲۶ سایټونو د پایپونو او کېبلونو لپاره د ځمکې کېندنې پروژې تدارک او د مشرانو جرګې د دارالانشاء عمومي ریاست د جنراتورونو او وسایطو لپاره د ډیزل او پټرول تېلو برابرول شامل دي.

همداراز د اوسپنیزو او حرارتي پایپونو د تولید شرکت جوړولو لپاره د اوبو او برېښنا وزارت او د ۵۰ کیلومټرو په اوږدوالي د ښرنې ـــــ انګور اډې سړک د بیارغاونې پروژې د قرارداد تعدیل (د قېمت له زیاتوالي پرته د وخت تمدید) لپاره د فواید عامې وزارت وړاندیزونه تأیید شول.

همداراز په دې غونډه کې د خوست هوایي ډګر د ترمینل جوړولو لپاره د قېمت د راټیټولو په اړه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې وړاندیز او له Hogan Lovells حقوقي مشورتي شرکت سره د  (Letter of Engagement) یا هوکړه‌لیک د لاسلیکولو لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت وړاندیز هم تأیید شو.

په دې غونډه کې، د ملي شورا د مالي، بودجوي او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول