د جمهور رئیس خبرې
زموږ ژمنه دا ده، چې سوله به ټینګوو او د هر ډول احتمالي فاجعې او پاشلتیا مخه به نیسو، خو داسې ارزښتونه هم موجود دي، چې بحث پرې نشي کېدای لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مرکزي، قوي او کار وړ دولت او د اتباعو اساسي حقوق.

د شاوخوا ۱.۲۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۲۳ مرغومی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او اوه اویایمه اونیزه غونډه کې، د ۱۸ تدارکاتي مواردو تر ارزولو وروسته، د شاوخوا ۱.۲۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ تدارکاتي موارد منظور شول.

په منظور شویو قراردادونو کې د سروبي ولسوالۍ د حسین خېلو او بابکرخېلو په کڅ سیمه کې د استنادي دېوالونو او ګبیون جوړول؛ د ۴.۷۵ کیلومټرو په اوږدوالي د لغمان پوهنتون د سړک جوړول؛ د اسلامي تعلیماتو د مدارسو د ۱.۹ میلیون جلده کتابونو چاپ او برابرول؛ د هرات په انجیل کې د حبیب‌خان قلعه نمونوي ښوونځي ودانۍ جوړول؛ د فاضلاب د تصفیه‌خانو د دستګاوو سیستم د څارنې او ساتنې پروژې د دوو برخو قرارداد؛ د چوکاټي قرارداد پر اساس د کورنیو چارو وزارت د سپټیک څاګانو د تخلیې او د جامدو کثافاتو تخلیه او د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي ریاست او د چارو ادارې د ۲۸ قلمه لبنیاتو، ۲ ډوله تېلو، ۴ قلمه غوښې، ۱۳۳ قلمه قرطاسیې او ۱۵ قلمه حبوباتو برابرول او تدارک، شامل دي.

په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د بیې کموالي سره د افغان ټېلې کام د انټرنتي بندویت د تعدیل د منظورۍ غوښتنه وکړه، چې تائید شوه، خو کمېسیون له SKYTECH  شرکت سره د شفافیت او شرکتونو ترمنځ د سیالۍ په خاطر د تدارکاتي پړاوونو د پیل په موخه، د دغه وزارت وړاندیز رد کړ. جمهور رئیس مالیې او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته لاښوونه وکړه، چې په هېواد کې د انټرنټ د بیو د کمولو او کیفیت لوړولو په موخه د انټرنیټي اسانتیاوو رامنځته کوونکو هېوادونو سره خبرې وکړي.

دغه راز، ملي دفاع وازرت په درې لاټونو کې د ښه کیفیت وطني پلوي وریجو د تدارک پروژه کې د داوطلب شرکتونو د یو ډول بیو په اړه د تصمیم نیولو په خاطر، د وړاندیز د منظورۍ غوښتنه وکړه، چې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ. همداراز د افغانستان برېښنا شرکت له غزني تر کندهار پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د غځولو پروژې تړون کې د پرداختونو ډول کې د تعدیل د منظورۍ غوښتنه وکړه، چې د کمېسیون له لوري تأیید شوه.

پر دې سربېره د پوهنې وزارت اړوند د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د اشتو ښوونځي د ودانۍ جوړولو پروژه د یاد وزارت او ملي تدارکاتو ادارې د هر اړخیزې ارزونې په موخه بېرته وګرځول شوه او د جمهوري ریاست او چارو ادارې د خدمتونو ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې د ۲۲ قلمه تازه میوې د برابرولو لپاره له کورنیو محصولاتو استفاده وکړي.

د غونډې ګډونوالو د ۹٫۱ میلیون درسي کتابونو د برابرولو او چاپ په اړه د بحث پر مهال پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې پر دې پروژې هر اړخیز څار وکړي او همداراز کتابونه باید په کوردننه چاپ شي.

کمېسیون د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه پړاو کې د اب کیلي، تنګي شادیان، شاه عبدالله او شورابه پروژو د ډېزاین او ساختمان د تدراکاتي پړاونو د ردولو د منظورۍ غوښتنه وکړه او د ډیزاین او ساختمان په بڼه یې د پورته یادو پروژو د تدارکاتي پړاونو د بیا پیلولو په اړه وړاندیز وکړ، چې تر هر اړخیزو ارزونو وروسته منظور شو.

په دې غونډه کې پر ملي او نړیوالو څارونکو سربېره د ملي شورا د مالي، بودجوي او ملي اقتصاد کمېسیونونو، پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا هم حضور درلود.


شریکول