د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له کورنیو چارو وزارت سره یو ځای کېږي

۰۷ سلواغه ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس د فرمان په اساس، پر وخت او په اغېزناک ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت د لومړیتوبونو ترسره کېدو لپاره، د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له کورنیو چارو وزارت سره یو ځای کېږي.

د دغه فرمان پر اساس، په اړوندو ټولو تقنیني اسنادو کې ټول لازم تعدیلات راوړل کېږي او اړوند مراجع یې طی مراحل کوي او د یو ځای کېدنې ددې بهیر تر نهایي کېدو، د یاد وزارت د ټولو قانوني صلاحیتونو او مسؤولیتونو پرمخ وړل، د کورنیو چارو وزارت پر غاړه دي.

دغه فرمان؛ د ښې حکومتولۍ د ټینګښت، په عامه ادارو کې د اصلاحاتو د بنسټیزه کېدو، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ټولو طرحو، پالیسیو او ستراتېژیو د ترتیب اړوند فعالیتونو او دندو د ښه ترسره کولو لپاره د زمینې برابرولو، د قانون تنفیذ، نشه‌یي توکو ته د تقاضا د کموالي، د روږدو د درمنلې او د اصلي بنسټونو له لوري د بدیل معیشت د برابرولو لپاره د پالیسیو د معتبرو اسنادو او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې او انکشاف ملي پروګرام په چوکاټ کې، د قانون مطابق کرونګرو ته د بدیل معیشت برابرولو او تداوم لپاره او همداراز له نشه‌‌یي توکو سره په مبارزه کې د دولتي بنسټونو د وظیفوي تداخل د مخنیوي او سپما لپاره، صادر شوی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس په فرمان کې، کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې له اړوندو دولتي بنسټونو په ځانګړي ډول کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت، عامې روغتیا وزارت او د احصائیې ملي ادارې او اړوندو بنسټونو له معلوماتو سره په همغږۍ، د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت ټولې دندې د تقاضا د کموالي په ساحو او د روږدو د درملنې، بدیل معیشت، د اړوندو پالیسیو او ستراتېژیو انسجام او همغږي د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت او اړوندو نورو دندو سره بیاځلي وارزوي.

همداراز د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ او د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د یوه معین، د عامې روغتیا وزارت د یوه باصلاحیته استازي، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د یوه باصلاحیته استازي، د مالیې وزارت د یوه باصلاحیته استازي او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي ریاست د یوه باصلاحیته استازي په ګډون یوه تخنیکي کمېټه دې جوړه شي، څو له تشکیلاتي او بودجوي اړخه له کورنیو چارو وزارت سره د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د یو ځای کولو طرحه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او مالیې وزارت سره په همغږۍ په درېیو میاشتو کې ترتیب کړي.

دغه کمېټه همداراز د یاد بنسټ د فزیکي ادغام طرحه او د دفترونو، وسایلو او تجهیزاتو لپاره مناسب ځای برابروي.


شریکول