د جمهور رئیس خبرې
«د سیاسي حللارې موندل غالب او مغلوب نه لري. د سولې ګټوونکي به انشاالله تعالی د افغانستان ماشومان، مېرمنې، یتیمان او په ځانګړي ډول د افغانستان ولس او راتلونکي نسلونه وي.»

له ۱۱٫۸ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۴۸ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۱۴ سلواغه ۱۳۹۷

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل اوه اتیایمه اونیزه غونډه کې، ۵۰ تدارکاتي موارد وارزول شول، چې له هغې ډلې له ۱۱٫۸ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۴۸ مورده یې منظور شول.

په عمده منظور شویو پروژو کې، په اتو ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د غیرمشورتي خدمتونو تدارک قرارداد؛ د افغانستان د فضایي کنټرول ۳۵ سټېشنونو څارنه او ساتنه؛ د کابل سیند د پاکولو او استحکاماتو پروژې څلور قراردادونه، په ننګرهار ولایت کې د پاچا خان مقبرې ترمیم، د شاهي ماڼۍ ترمیم؛ د آی‌ایس‌پي شبکې او ملحقاتو د تدارک دوه قراردادونه؛ د سترې محکمې د ۳۹۰ زره لیټره ډيزلو او پټرولو د تدارک قرارداد؛ د ملي دفاع وزارت د ستر‌درستیز د استخباراتو او کشف ریاست د ۳  قلمه امنیتي او استخباراتي تجهیزاتو قرارداد؛ او د لویې څارنوالۍ د ډيزلو او پټرول تېلو د تدارک قرارداد شامل دي.

په هرات او نیمروز ولایتونو کې د اساسي روغتیایي او اساسي روغتوني خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د غیرمشورتي خدمتونو د تدارک پر پروژې د بحث پر مهال، دغه پروژې په پرنسیپ کې تأیید شوې او ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وشوه، څو د یادو ولایتونو تدارکاتي پروسې او شکایتونه بررسي کړي.

همداراز په دې غونډه کې تر بررسۍ او دقت وروسته د ۸ پروژو د تعدیل وړاندیز د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري تأیید شو او په دې اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د پخوانیو پرېکړو د راپور تحقق هم بررسي شو.

په دې غونډه کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت د منسوبینو شکایتونو ته د رسېدنې په برخه کې د یادو وزارتونو د نه همکارۍ له امله، ملي تدارکاتو کمېسیون ته د لارښوونو وړاندیز وکړ. جمهوررئیس اشرف غني په دې تړاو ټینګار وکړ، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر اساس باید ټول بنسټونه د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ سره همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د ملي شورا مالي، بودجوي او اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي څارونکي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول