
د ۱۳۹۸ مالي کال د کلني پلان د لومړیتوبونو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د وزارتونو او ادارو د ۱۳۹۸ مالي کال د کلني پلان د لومړیتوبونو تر عنوان لاندې یو ورځنۍ غونډه، د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او بررسۍ معاونیت له لوري، د وزارتونو او ادارو د پلان او پالیسۍ د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې، د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او بررسۍ معاونیت د پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمداګل کوچي، ددې پلان د موخو په اړه خبرې وکړې.
همداراز په دې پروګرام کې د وزارتونو او ادارو د کلنيو پلانونو د ارزونې پرزېنټېشن هم وړاندې شو.
کاري ډلې د ۱۳۹۸ مالي کال د کلني پلان په لومړیتوبونو بحث وکړ او هرې ډلې د ۱۳۹۸ مالي کال د کلني پلان د لومړیتوبونو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او بررسۍ معاون عبدالسبحان رؤوف، د پلانجوړونې پر اهمیت خبرې وکړې.
ښاغلي رؤوف د پلانجوړونې په اړه د ګډونوالو د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، د پلانجوړونې ملي شبکې جوړېدل تأیید کړل او زیاته یې کړه، چې دغه شبکه باید وکولای شي د پلانجوړونې په برخه کې متقابلو بحثونو او د تجربو او پوهې شریکېدو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه وویل، ددې کار لپاره لازمه ده، چې د همغږۍ ربعوار غونډې جوړې شي.
د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او بررسۍ معاون د وزارتونو او ادارو د پلان او پالیسۍ د رئیسانو د فعال ګډون ترڅنګ وویل، چې دغه معاونیت د پلانجوړونې په برخه کې د لازمې همکارۍ او همغږۍ په موخه، د تیاري اعلان کوي.