کابینې ۱۳۹۸ کال د انکشاف، ولسواکۍ او سولې په نوم ونوموه

۱۴ کب ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، د ۱۳۹۸ لمریز کال د کالیزې په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت طرحه تأیید شوه او ۱۳۹۸ کال د انکشاف، ولسواکۍ او سولې په نوم ونومول شو.

همداراز کابینې د کب ۲۷ د ملي خبریالانو په نوم د نومونې په اړه د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت وړاندیز تأیید کړ.

کابینې د دولتي ادارو د کارکوونکو د کاري رژیم د څرنګوالي په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت وړاندیز تأیید کړ او هغه وزارت یې مؤظف کړ، چې په ۱۳۹۸ کال کې په مرکز او ولایتونو کې کاري رژیم د ۶ ورځو کار پر اساس (د پنجشنبې ورځې په ګډون) د کار قانون د احکامو رعایتونو پر اساس تنظیم کړي.

 


شریکول