کابینې د ۳ قوانینو طرحې په پرنسپ کې تأیید کړې

۱۴ کب ۱۳۹۷

د سیمه‌ییزو شوراګانو قانون، د برېښنایي حکومتولۍ او د خونو د چارو تنظیم قوانینو طرحې، د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې په پرنسیپ کې تأیید شوې.

د سیمه‌ییزو شوراګانو قانون طرحه، د سیمه‌ییزو ادارو په واحد کې د دولت د انکشافي پروګرامونو په طرحه او تطبیق کې د خلکو د برخې اخیستو ؛ د برېښنایي حکومتولۍ قانون طرحه د حکومتولۍ په چارو کې د شفافیت ټینګښت او غوره حساب ورکونې؛ او د خونو چارو د تنظیم قانون طرحه د ملي اقتصادي پالیسیو پر اساس د خونو د فعالیتونو د انسجام او په ملي او نړیواله کچه د خصوصي سکتور د متشبثینو او ګټه اخیستونکو د حقونو د تأمین په موخه تدوین شوې دي.

همداراز کابینې د ماشومانو د ملاتړ قانون طرحې اصلاحي تغییرات او د نښانونو، مډالونو او افتخاري القابو قانون طرحه تأیید کړه. دغه دوه قوانین وړاندې د قانوني مراحلو بشپړولو په موخه ملي شورا ته استول شوي وو، خو تر اوسه نهایي شوي نه دي.

د کابینې په دې غونډه کې، د تجارتي محاکمو د اصولو قانون ۳ شمېره ضمیمه او ددې قانون د موادو په یوه برخه کې زیاتول؛ د ښاروالۍ د صلاحیتونو او تشکیل قانون په اته ویشتمه ماده کې د ۳ فقرې زیاتول؛ له اداري فساد سره د مبارزې قانون د موادو په یوه برخه کې تعدیل؛ د ټولنو قانون تعدیل؛ د معاملاتو د لارښوونې قانون تعدیل؛ د ښاروالیو قانون تعدیل؛ د دولت د قضایاوو قانون تعدیل؛ د حقوقو د تحصیل څرنګوالي قانون د شپېتمې مادې تعدیل؛ د واټونو ترانسپورټ تنظیم قانون تعدیل؛ د رېل پټلیو قانون تعدیل؛ او د ملکي هوایي چلند قانون تعدیل هم تأیید شو.


شریکول