د ۵۵۵ میلیون افغانیو په ارزښت ۹ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۱۹ کب ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او یو اتیایمه اونیزه غونډه کې، د ۵۵۵ میلیون افغانیو په ارزښت ۹ تدارکاتي موارد منظور شول.

په عمده منظور شویو پروژو کې د کابل ښار واصل‌آباد سیمه کې د سړکونو ډبرین فرش؛ د کاپیسا په محمودراقي سیمه کې د سړکونو ډبرین فرش؛ د کابل طبي پوهنتون د  معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز(ICT)  جوړول؛ د ۳۴ ولایتونو په ۵ دریایي حوزو کې د ګبیون د پېر او لېږد پروژه او د اجرائیه ریاست لپاره ۱۰۵ ام بي انټرنېټ تدارک شامل دي.

دا چې ملي تدارکاتو  کمېسیون د مخابراتي عوایدو پر راټولولو د څارنې پروژې RTDMS قرارداد ورکړه دوو مشترکو شرکتونو (LATRO & BUSTOS)  ته د اسنادو د بشپړېدو په شرط منظور کړې وه؛ نو ملي تدارکاتو ادارې د قرارداد د تطبیق په مرحله کې د شفافیت د پیاوړتیا او د ښه ځواب ویلو او د دغو شرکتونو د تخنیکي ملاتړ او د هغو پر کړنو د څارنې په موخه، ملي تدارکاتو کمېسیون  د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو اتحادیې (IT) او د احصائیې او معلوماتو ادارې له استازو څخه د څارنې خپلواکې کمېټې د ایجاد طرحې د منظورۍ غوښتنه وکړه او د کمېسیون له لوري منظور شوه.

په همدې حال کې، کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د فرضي حج لپاره د ځای، خوړو او ترانسپورت قرارداد کمېټې د پلاوي په ترکیب کې د ملي امنیت عمومي ریاست د توظیف شوي استازي د منظورۍ وړاندیز هم ومانه.

په دې غونډه کې، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې مالي او بودجې او د ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ، سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول