د جمهور رئیس خبرې
«د سیاسي حللارې موندل غالب او مغلوب نه لري. د سولې ګټوونکي به انشاالله تعالی د افغانستان ماشومان، مېرمنې، یتیمان او په ځانګړي ډول د افغانستان ولس او راتلونکي نسلونه وي.»

کابینې د اوبو قانون طرحه په پرنسیپ کې تأیید کړه

۲۰ وری ۱۳۹۸

د سرچینو د مدیریت او ساتنې او له اوبو څخه د استفادې لپاره، کابینې د اوبو قانون طرحه په پرنسیپ کې تأیید کړه.

غونډې ته ددې طرحې د وړاندې کولو پر مهال عدلیې وزیر وویل، چې د قوانینو په کمېټه کې تر تسوید او تدقیق وروسته دغه طرحه تأیید شوې او تمه کېږي چې په نافذېدو سره به یې د اوبو اړوند چارې په غوره ډول تنظیم شي او د اوبو په وېش او چاپېریال ساتنه کې به عدالت تأمین شي.

کابینې عدلیې وزارت ته لارښونه وکړه، چې د اړوندو وزارتونو په همکارۍ یاده طرحه، د کابینې غړو تر اصلاحي نظریاتو او د اوبو او ځمکې په شورا کې تر بحث وروسته، نهایي کړي.


شریکول