د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

جام منار ترمیمېږي

۲۱ وری ۱۳۹۸

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، د غور ولایت د جام منار د ترمیم په اړه لارښونه وشوه.

کابینې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده وسپارله، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په همغږۍ د وزیرانو شورا د پرېکړې پر اساس، د جمهوري ریاست د ملي انکشاف عملیاتي او حمایوي ادارې د استازي په غړیتوب، د جام منار د ترمیم په موخه غور ولایت ته د پلاوي د سفر زمینه برابره کړي.

همداراز کابینې، د آسیایي تمدنونو په نندارتونو کې د نندارې په موخه د یو شمېر تاریخي آثارو د لېږد په موخه د چین ولسي جمهوریت د فرهنګي میراثونو د غوښتنې پر اساس؛ او د شینګهوا د هنر پوهنتون کې د افغانستان د خزانو آثارو ننداره او د چین له یوه موزیم څخه بل موزیم ته د دغو آثارو د نندارې د ځای بدلولو په اړه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وړاندیز تصویب کړ.


شریکول