د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

په ملي تدارکاتو کمېسیون کې د ۵٫۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۸ قرادادونه منظور شول

۲۰ وری ۱۳۹۸

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او څلور اتیایمه اونیزه غونډه کې، د ۲۰ مواردو له منځه له ۵٫۷ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت، ۱۸ تدارکاتي موارد منظور شول.

په عمده منظور شویو قراردادونو کې د هرات ـ چشت شریف سړک جوړول؛ د تخار ولایت له ینګي قلعه تر چاه‌آب ولسوالۍ پورې د سړک جوړول؛ له بهسودو پله تر عبدالخیل پورې او د بهسودو پله اتصالي سړک جوړول؛ د هرات ولایت په کُرخ، پښتون زرغون، چشت شریف او اوبی ولسوالیو کې د برېښنا انرژۍ د وېش شبکو برابرول، نصبول او عملي کول؛ د تخار د نمک‌آب ولسوالۍ د نمک‌آب دریاچې مسیر اصلاح کول؛ په عامې روغتیا وزارت کې د طبي معلوماتو مرکز جوړول او د درېیو روغتونونو لپاره د تیلي مډیسن وسایلو برابرول او له Explore Tech او ازبک کمپنیو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند ټیلي کام شرکت ترمنځ د انټرنېټ تدارک قرارداد تعدیل شامل دي.

له بل لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر لپاره د 1 STM انټرنېټ او د نوري فایبر له لارې د ملکي خدمتونو انسټېټیوټ لپاره د 12 MB انټرنېټ برابرولو قرارداد هم په پرنسیپ کې تصویب شو او افغان ټیلي کام شرکت ته لارښونه وشوه، چې د ټولو دولتي ادارو لپاره په یوه ډول د خدمتونو وړاندې کولو د قېمت ټاکلو پر طرحې کار وکړي او راپور دې کمېسیون ته وړاندې کړي.

همداراز په دې غونډه کې تر بررسۍ او دقت وروسته د ۴ پروژو د تعدیل وړاندیز تأیید او د کمېسیون د پخوانیو پرېکړو د تحقق راپور وارزول شو.

په همدې حال کې، کمېسیون د جبل السراج او هرات د سمنټو پروژې د داوطلبۍ پروسې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت وړاندیز تأیید کړ او هغه وزارت ته یې لارښونه وکړه، چې د داوطلبو شرکتونو هر اړخیزه مالي او تخنیکي څېړنه دې ترسره کړي.

له بل لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په بهرآباد کې د نمونوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو قرارداد د ورکړې منظوري بررسي شوه او ددې پروژې مدیریت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ته ولېږدول شو.

په دې غونډه کې، د ولسي جرګې او مشرانو جرګو د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو؛ د افغانستان روڼتیا څار بنسټ؛ سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول