د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

په ملي تدارکاتو کمېسیون کې د ۲٫۷۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ تدارکاتي موارد منظور شول

۲۵ وری ۱۳۹۸

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او پنځه اتیایمه اونیزه غونډه کې، له ۲٫۷۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۹ تدارکاتي موارد منظور شول.

په عمده منظور شویو قراردادونو کې د کندز د ارچي کانال جوړول او بیارغاونه؛ د پنځو ښارونو د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ پروژه؛ د قطعاتو او سرحدي قواوو ساحوي قول‌‌اردوګانونو جزتامونو او عامه نظم اړتیا وړ وطني وریژو برابرول؛ د صحیه پولیسو د خدماتو عمومي ریاست اړتیا وړ درملو برابرول؛ د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د تخنیک او ترانسپورټ او د تعمیراتو د څارنې او ساتنې ریاستونو لپاره د مخابروي وسایلو او تجهیزاتو برابرول؛ او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وسایطو لپاره د تېلو برابرول شامل دي.

په دې غونډه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لوګر ولایت د مس عینک لرغونې سیمې د ساتنې او مستندونو ته د تخنیکي همکاریو لپاره یونسکو سازمان سره د (د بیې په لوړوالي د میعاد تمدید)؛ د افغان ټیلې کام مخابراتي شرکت د اړتیا وړ روغنیاتو (د بیې لوړوالي سره د مودې غځېدا) پروژې او د ترانسپورټ وزارت اړوند د ۱۲٫۱۷ کیلومټرو په اوږدوالي د فراه ښار سړکونو بیارغاونه، ساختمان او پخولو پروژې د مودې د غځېدو د تعدیل د منظورۍ د غوښتنې قرارداد هم د کمېسیون له لوري تأیید شو.

همداراز په دې غونډه کې، د ۱۳۹۸ کال لپاره د ملي تدارکاتو ادارې، کورنیو چارو، ملي دفاع، کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارتونو او د افغانستان د چرګانو اتحادیې له لوري د زراعتي او وطني چرګانو د غوښې، وطنۍ وریجو، لبنیاتو او وطني مڼو د تهیې او تدارک په موخه د پنځه اړخیز تفاهم‌لیک د غوښتنې وړاندیز ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شو، چې تر بحث او غور وروسته منظور شو.

پر دې سربېره، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې له اړوند تجهیزاتو سره د بایومټریک د ۶۵۰ دستګاوو د پېرلو پروژې د سرنوشت ټاکلو په اړه یاداشت ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ، چې تر ارزونو وروسته منظور شو.

همداراز د تخار ولایت له خواجه بهاءالدین ولسوالۍ څخه تر ینګي قلعه پورې د ۲۸،۶ کیلومټره اوږد د (ماورای کوکچه) د درېیمې برخې سړک جوړولو پروژې قرارداد مودې د تصحیح په اړه د ترانسپورټ وزارت دوه غوښتنې منظور شوې او دې وزارت ته لارښوونه وشوه، چې د مودې د تعدیل په اړه واضح دلایل ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې، د ولسي جرګې د مالي او بودجوي او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ، سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.

 

 


شریکول