د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د تیاریو راپور کابینې ته وړاندې شو

۳۱ وری ۱۳۹۸

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د تیاري کمېسیون له لوري د نیول شویو تیاریو او ددې جرګې د مهالوېش او ستونزو راپور غونډې ته وړاندې شو.

د لویې جرګې د تیاریو کمېسیون رئیس، د ولایتي شوراګانو او والیانو له لوري د والیانو تر څار لاندې د لویې جرګې د ګډونوالو د ټاکنو؛ د ټولنې کټه‌ګوریو ته په پام د کډونوالو غړو سیهمه‌بندۍ؛ د ګډونوالو غړو عمومي شمېر او د ښځو د مشارکت سلنې؛ د غړو د ټاکنو بودجې او اړوندو نورو مسایلو په اړه معلومات ورکړل.

کابینې د مشورتي لویې جرګې د تیاریو کمېسیون صلاحیتونو ته په اشارې دولتي بنسټونه مؤظف کړل، چې د مشورتي لویې جرګې د تیاریو کمېسیون سره هر اړخیزه همکاري وکړي او له دې فرصت څخه په استفادې، له ګډونوالو غړو سره د هغوی د سیمو د ستونزو د حل په موخه په زون وار ډول وویني.


شریکول