د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

وروستیو سیلاب‌ځپلو ته رسېدنه کېږي

۳۱ وری ۱۳۹۸

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، په کابل او ولایتونو کې وروستیو سیلاب‌ځپلو ته د رسېدنې په تړاو؛ د سیلابونو د مدیریت او مخنیوي پر میکانېزم او د سطحي اوبو د مدیریت پر طرحې بحث وشو.

جمهور رئیس غني په کابل او ولایتونو کې وروستیو سیلاب‌ځپلو ته د مرستو او همکاریو په رسولو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د کابل ښاروالۍ او اړوندو بنسټونو ستاینه وکړه.

هغه همداراز اړوندو بنسټونو ته لارښونه وکړه، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په کمپنۍ ساحه کې د وسایطو د تګ راتګ ستونزې د حل په موخه موقتي پُل جوړ کړي او د سیلابونو د مدیریت په موخه د کابل سیند د پاکولو لپاره اقدام وکړي.

کابینې تر بحث وروسته لارښونه وکړه، چې په مرکز او ولایتونو کې د سطحي اوبو د مدیریت طرحه او د سیلابونو د مدیریت او مخنیوي میکانېزم ترتیب شي او کابل ښاروالۍ دې د کابل ښار وروستیو سیلاب‌ځپلو ته د رسېدنې په موخه له اړوندو ادارو سره په همغږۍ اقدام وکړي.


شریکول