د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

د شهیدانو کورنیو ته د کوپون وېش پروژه په ملي تدارکاتو کمېسیون کې تأیید شوه

۰۱ غویی ۱۳۹۸

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او شپږ اتیایمه غونډه کې، په پنځو مرکزي ولایتونو کې د امنیتي او ترهګریزو پېښو د شهیدانو کورنیو ته د کوپون وېش پروژه تأیید شوه. جمهور رئیس غني لارښونه وکړه، چې اوسمهال دې د پنځو مرکزي ولایتونو ټولې ولسوالۍ هم په دې پروسه کې شاملې شي.

همداراز په دې غونډه کې د ۱۹ تدارکاتي مواردو له ډلې، د یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظور شوې.

په عمده منظور شویو قراردادونو کې د ۷٫۳ کیلومټرو په اوږدوالي له دشت برچي تر کندهار سړک پورې د سړک جوړول؛ د غزني د سل بسترییز روغتون د کار بشپړولو قرارداد؛ د نیمروز په سرشیلي سیمه کې د ۳۰۰ متره کانکرېټي اوسپنیز پُل جوړول؛ په ۳۴ ولایتونو کې د سیلابونو د مخنیوي لپاره د سیمې جالیو پېرل او د نصب پروژه؛ د فائیروال سیسکو تدارک او برابرول؛ د افغانستان برېښنا شرکت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزنیزه مشورتي پروژه؛ د جمهوري ریاست د عملیاتي او مالي او اداري ملاتړ څانګې اړتیا وړ تازه میوو تدارک؛ د سمنګان ولایت د اېبک ښار د اوبو رسونې پروژې دویم فاز قرارداد تعدیل؛ د ۱۳۹۸ کال لپاره د ملي دفاع وزارت اړتیا وړ وطني غوړیو قرارداد ۲۵ سلنه مشروطه منظوري؛ د عدلیې وزارت د نوې ودانۍ د امنیتي تحکیماتو پروژه؛ د ملي دفاع وزارت د کرېډېټ کارتونو قرارداد تعدیل او د کورنیو چارو وزارت د اوبو رسونې او کانالېزاسیون پروژې د لګښت او وخت تمدید، شامل دي.

همداراز په دې غونډه کې، د تخار ولایت د نورابي او سمتي سرو زور کان قرارداد فسخه هم تأیید شوه.

په دې غونډه کې، د ولسي جرګې مالي، بودجوي او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ، سیګار او غوڅ ملاتړ څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول