د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

په ۱۳۹۷ کال کې ۱۰۹ تقنیني اسناد تسوید شوي دي

۰۵ غویی ۱۳۹۸

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، د ۱۳۹۷ تقنیني کال د تحقق څرنګوالي او د ۱۳۹۸ تقنیني کال د کاري پلان او طرحې راپور تأیید شو.

د عدلیې وزارت مسلکي معین غونډې ته د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، چې په ۱۳۹۷ کال کې، ۱۰۹ تقنیني اسناد تسوید شوي دي، چې ډېری یې د هغه کال په پلان کې شامل وو او ځینې یې تر پلان بهر هم طی مراحل شوي دي.

هغه زیاته کړه: د ۱۳۹۸ کال لپاره د ۷۳ سندونو طی مراحل په پلان کې دي، چې په هغه کې ۳۰ مورده قوانین، ۳۶ مورده مقررې، ۲ اساسنامې او ۵ مورده په قانون کې تعدیلات شامل دي.

کابینې د عدلیې وزارت د کارکړنو د ستاینې ترڅنګ، د هغه وزارت د ۱۳۹۷ تقنیني کال د پلان د تحقق څرنګوالي او د ۱۳۹۸ تقنیني کال د کاري پلان او طرحې راپور تأیید کړ.

 


شریکول