د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

په ۱۳۹۸ کال کې ۵۹۸ انکشافي پروژې عملي کېږي

۰۴ غویی ۱۳۹۸

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړۍ ربع کې د دولت د انکشافي پروژو په راپور بحث وشو او د ۵۹۸ انکشافي پروژو د تطبیق پلان تأیید شو.

د اقتصاد وزیر د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړۍ ربع کې د دولت د انکشافي پروژو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې د انکشافي اهدافو د تحقق په موخه، ۵۹۸ انکشافي پروژې ددې کال لپاره منظور شوې دي، چې په‌کې ۵۳۹ انتقالي پروژې او ۵۹ نوې پروژې شاملې دي.

هغه زیاته کړه: ډېری دغه پروژې زېربنایي سکتور ته ځانګړې شوې دي.

د اقتصاد وزیر همداراز د بشپړو شویو، تر کار لاندې، تر تدارکاتي پروسې لاندې، ځنډول شویو او ناپیل شویو پروژو په اړه معلومات ورکړل او د شته ستونزو د له منځه وړو په موخه یې غونډې ته عمده وړاندیزونه وکړل.

کابینې د اقتصاد وزارت د وړاندیزونو او راپور د تأیید ترڅنګ، وزارتونو او دولتي ادارو ته لارښونه وکړه، چې تر کار لاندې، تر تدارکاتي پروسې لاندې، ځنډول شویو یا هغو پروژو چې بودجه یې نه ده مصرف شوې، دلایل او د مصرف پلان ترتیب کړي او د اجرائیه رئیس، مالیې او اقتصاد وزیرانو په ګډون د جمهوري ریاست عالي مقام ریاست ځانګړې غونډې ته دې وړاندې کړي.

همداراز پرېکړه وشوه، چې مالیې وزارت دې د مقدماتي، اقتصادي، ټولنیزو، امکاناتو ارزولو او د پروژو د ډيزاین په موخه بودجوي کوډ جوړ کړي او د مالیې او اقتصاد وزارتونو، د څېړنو عالي ادارې او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ګډه کمېټه دې په عادي بودجه کې د سپما لپاره په مناسبو انتخابونو فکر وکړي او راپور دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.


شریکول