د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

په جینوا کنفرانس کې د افغانستان د ژمنو د تطبیق پرمختګ وارزول شو

۱۸ غویی ۱۳۹۸

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه کې په جینوا کنفرانس کې د افغانستان د ژمنو د تطبیق د پرمختګ راپور وارزول شو او اړوندو بنسټونو ته د ټولو ژمنو د تطبیق په موخه، مشخصې دندې ورکړل شوې.

د مالیې وزارت مالي مرستیال د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ ربعې د راپور وړاندې کولو پر مهال، په جینوا کنفرانس کې د افغانستان د ژمنو د تطبیق د پرمختګ په اړه وویل، چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۱۰ کلونو لپاره جینوا ته د متقابلې حساب‌ورکونې چوکاټ کې، د افغان دولت او نړیوالو انکشافي شریکانو دوه اړخیزه ژمنې شاملې دي. هغه زیاته کړه، چې دغه چوکاټ ۲۴ شاخصونه لري، چې مستقیم د ۱۶ شاخصونو مسؤولیت افغان دولت لري او د پاتې ۸ شاخصونو مسؤولیت په شریکه د انکشافي دولتونو دی.

د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل: د ژمنو پر عملي کولو کار پیل شوی او د هغو د بشپړولو له امله ځینې پرمختګونه هم شوي دي، چې په ټاکلي وخت به ټول څه بشپړ شي.

کابینې ددې راپور تر وړاندې کولو وروسته، اړوندو بنسټونو ته د یادو ژمنو د بشپړ عملي کولو په موخه، مشخصې دندې وسپارلې.


شریکول