د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸٫۱ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ تدارکاتي موارد منظور کړل

۲۳ غویی ۱۳۹۸

د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي تداکارتو کمېسیون په یو سل او اته اویایمه غونډه کې، له ۸٫۱ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۱ تدارکاتي موارد منظور شول.

په عمده منظور شویو قراردادونو کې، د پلچرخي د صنعتي پارک سړک جوړولو چارې؛ د بلخ په نهر شاهي ولسوالۍ کې د سړک غاړې اوبو له ویالو جوړولو سره د ۵٫۶ کیلومټره سړک پخول او د اوسپنیز کانکریټي پُل جوړول؛ د بادغیس ولایت د قلعه‌نو ښار د اوبو رسونې شبکې جوړول؛ د کندهار زندان جوړونه؛ د کابل طبي پوهنتون د قلبي تجهیزاتو برابرول؛ د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې لپاره د ۸۰ زره لیټره پټرول او ۱۲۰ زره لیټره ډیزل تېلو برابرول؛ د پښتني بانک لپاره د ۲۴ لایسنسونو برابرول او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پولي صلاحیتونو نوي کول، شامل دي.

په دې غونډه کې د دارالامان ماڼۍ د اساسي تحکیماتو او ترمیماتو پروژې د پاتې چارو د قرارداد د منظورۍ ترڅنګ، له یونسکو، اغاخان بنسټ او اطلاعاتو او فرهنګ، ښار جوړونې او ځمکو وزارت څخه یو ګډ پلاوی ددې ماڼۍ د تخنیکي، هنري او لرغونو ارزونو په موخه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري مؤظف شو.

په همدې حال کې د ننګرهار هوایي ډګر د امکاناتو ارزولو او تخنیکي مطالعاتو د مشورتي خدمتونو برابرولو او د ۱۳۹۸ کال د حاجیانو لپاره د (مننجایټس او انفلونزا) دوه ډوله واکسینونو برابرولو قراردادونه په پرنسیپ کې منظور شول او عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وشوه، چې حج ته د تلونکو کسانو لپاره په سالم ډول ددې واکسین د تطبیق په موخه اسانتیاوې برابرې کړي او د هغه د کیفیت او اعتبار سند ډېر ژر وارزوي.

په دې غونډه کې، د فساد ضد مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجوي او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ او سیګار څخه ملي او نړیوالو ناظرینو هم برخه اخیستې وه.


شریکول