د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د ۳٫۵۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۸ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۲۹ غویی ۱۳۹۸

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او اته اتیایمه غونډه کې، له ۳٫۵۹ څخه د زیاتو میلیارد افغانیو په ارزښت له ۱۹ تدارکاتي مواردو څخه ۱۸ یې منظور شول.

په عمده منظور شویو قراردادونو کې له تخار څخه تر بدخشان پورې د ۲۲۰ کیلوولټ لوړ ولټاژ مزي تمدید او د کشم او فیض‌آباد سب‌سټېشن؛ د ام‌پاور څارنه او ساتنه؛ د خاکجبار ولسوالۍ د برېښنایي تجهیزاتو تدارک؛ د برېښنا شرکت د روزنیز مرکز ساختماني چارو برابرول؛ د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د ټلیفونونو سیستم برابرول؛ د ملي راډیو ټلویزیون له لارې د کرکټ نړیوالو سیالیو ژوندي خپرول؛ د لینکونو له مرکز سره د مستوفیتونو او ګمرکونو د WAN اتصال برابرول؛ د ملي دفاع وزارت د ۱۸۶ قلمه طبي محلولاتو او لابراتواري ریجنټ برابرول؛ د ستر درستیز د صحیه قوماندانۍ د ۳۰ سلنه طبي درملو تدارک؛ او د ملي دفاع وزارت د ۳۷ سایټونو باندویت اړتیا وړ نوري فایبر کیبلي خدمتونه، شامل دي.

په دې غونډه کې د بلخ حلقوي سړک (مزارشریف) پروژې په اړه د ترانسپورټ وزارت د ګمارل شوي پلاوي راپور تأیید او ترانسپورټ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې ډېر ژر ددې پروژې کار پیل کړي.

 په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د کرومایټ د شپږو فعالو قراردادونو د وضعیت په اړه د ګمارل شوي پلاوي راپور ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ، چې تر بحث او دقت وروسته دې وزارت ته صلاحیت ورکړل شو، چې له قراردادیانو سره هر اړخیزې خبرې وکړې، څو د هغه په روښنایۍ کې پرېکړې وشي.

له بل لوري د کورنیو چارو وزارت په ۱۳ پروژو کې د کار له درکه ۱۲ شرکتونو ته د هغوی د حقونو د نه ورکړې له امله د هغوی وړاندیزونه غونډې ته وړاندې شول. کمېسیون په دې تړاو پرېکړه وکړه، څو دغه شرکتونه د هغو قراردادیانو په لېست کې شامل کړي، چې تر ارزونې لاندې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ، سیګار او غوڅ ملاتړ سیستکا څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول