د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د ملي عمل برنامي-۲ وړاندیزي موضوعاتو په موخه بلنه

۰۲ غبرګولی ۱۳۹۸

د ا.ا.ج ملي عمل پروګرام  

د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت د لارښوونو پر اساس، د غړو هېوادونو ملي عمل پروګرام باید له مدني بنسټونو سره په مشارکت تدوین او ترتیب شي. د ا.ا.ج د دغو لارښوونو په رڼا کې ملي عمل پروګرام ــ ۱ تدوین کړ، چې همدا اوسمهال عملي کېږي. (لینک). د ا.ا.ج ملي عمل پروګرام ــ ۱ ټولې ۱۳ ژمنې لري، چې د هغو په عملي کېدو سره د عامه خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال روڼتیا او حساب‌ورکونه زیاته شوې او پر دې سربېره د ملي پالیسیو په تدوین کې د عامه مشارکت کچه برابروي. د بېلګې په توګه د ا.ا.ج له ژمنو څخه یوه یې دا وه، چې د هېواد د قانون‌جوړونې په پروسه کې د مدني بنسټونو د رول تأمینولو لپاره د تقنیني اسنادو د طی مراحلو څرنګوالي قانون تعدیل شي. خوشبختانه، دغه ژمنه عملي شوه او یاد قانون په داسې ډول تعدیل شوی دی، چې عامه سکتور د قانون‌جوړونې په پروسه کې د مدني بنسټونو رول لازموي. په دې معنی چې قانون‌جوړونه له «تړلي» حالت څخه په «پرانیستي» حالت بدله شوې ده.

دا چې ملي عمل پروګرام ـ ۱ د عملیاتي دورې په پای کې دی او په هغه کې ذکر شوې ډېری ژمنې پای ته رسېږي، نو د ا.ا.ج دولت د ملي عمل پروګرام ــ ۲ د تدوین مشارکتي پروسه پیلوي. په همدې اساس، له ټولو وزارتونو، خپلواکو ادارو، د مدني ټولنې بنسټونو، رسنیو، تعلیمي او تحصیلي سکتور، خصوصي سکتور او خلکو غوښتنه کېږي، څو په ملي عمل پروګرام ــ ۲ کې د خپلو وړاندیزونو شاملولو لپاره د ۱. روڼتیا، ۲. حساب ورکونې او ۳. له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه په استفادې د عامه پالیسیو په تدوین او تطبیق کې د خلکو د مشارکت ټینګښت، په تړاو وړاندیزونه د ۱۳۹۸ غبرګولي تر ۲۳ نېټې په لاندې ایمیل ادرسونو را واستوي. له وړاندې مننه.

Faisal.stanekzai2@gmail.com, basharatosmani@yahoo.com

د یادولو ده، چې د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت یوازې د هېواد د ملي عمل پروګرام د تدوین پروسې اسانچاری دی او ستاسو وړاندیز شوي موضوعات تر یو ځای کېدو وروسته اړوندو مراجعو او په ځانګړي ډول د افغانستان د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت عمومي ټولنې ته وړاندې کوي.

د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت (Open Government Partnership)

د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت (OGP) یو نړیوال سازمان دی، چې د ۲۰۱۱ د سپټمبر په ۲۰ نېټه د (برازیل، اندونیزیا، مکسیکو، ناروې، فلپین، سویلي افریقا، انګلستان او امریکا متحده ایالتونو) له لوري جوړ شو. ددې سازمان موخه د روڼتیا لوړول، حساب ورکونه او د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د عامه پالیسیو په تدوین او تطبیق کې د خلکو د مشارکت تأمین دی.

د افغانستان د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت (Open Government Partnership Afghanistan)

د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت نړیوال سازمان کې د غړیتوب لپاره باید هر هېواد د مالي روڼتیا، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د جګپوړو حکومتي چارواکو د شتمنیو ثبت او د خلکو د مشارکت حد اقل څلور معیارونه تضمین کړي. د افغانستان اسلامي جمهوریت د ۸۸ سلنه دغو معیارونو په پوره کولو سره، د ۱۳۹۵ د لېندۍ په ۱۸ د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت غړیتوب ترلاسه کړ.


شریکول