د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د ۵۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۰ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۰۶ غبرګولی ۱۳۹۸

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او نهه اتیایمه اونیزه غونډه کې، له ۵۳۳ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د ۱۱ تدارکاتي مواردو له ډلې ۱۰ موارد یې منظور شول.

په منظور شویو قراردادونو کې د مزار شریف د تخته‌پُل سیمې د څښاک پاکو اوبو برابرول؛ ۱۰ میلیونه افغانۍ د غوري سمنټو تصدۍ د پولي صلاحیتونو نوي کول؛ د افغانستان د ښارونو انکشاف؛ د ۵ لویو ښارونو (هرات، کندهار، خوست، ننګرهار او مزار شریف) لپاره د لومړیتوب لرونکو ښاري پروژو ډيزاین او د امکاناتو ارزولو مطالعه، شامل دي.

له بل لوري د جمهوري ریاست د چارو ادارې د اړتیا وړ دوه قلمه تېلو قرارداد د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري بېرته وګرځول شو او مالیې او اقتصاد وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وشوه، چې دغه موضوع وارزوي.

په همدې حال کې د پنجشېر د پارنده ۴ میګاواټه مایکروهایډرال پروژې د پاتې ساختماني کارونو او ډیزاین په اړه د تدارکاتو د حقوقي مشاوریت د پرېکړې راپور هم وارزول شول؛ پرېکړه وشوه، چې له اوکرایني کمپنۍ سره د قرارداد په تعدیل سره دې اړتیا وړ توربینونه د اړوند وزارت تر نظر لاندې برابر شي.

همداراز په دې غونډه کې په تفصیلي ډیزاین پروژو کې له چوکاټي قرارداد څخه د استفادې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون وړاندیز منظور شو او لارښوونه وشوه، تر هغو چې ادارې تفصیلي ډيزاین ونه لري ورسره دې قرارداد نه کېږي.

په دې غونډه کې، د ولسي جرګې او مشرانو د مالي او بودجوي او ملي اقتصاد کمېسیونونو استازو، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ، سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستکا څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول