د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د افغانستان د پرانیستې دولتدارۍ مشارکت شپږمه غونډه ترسره شوه

۲۹ غبرګولی ۱۳۹۸

د افغانستان د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت فورم شپږمه غونډه په، ۲۹ غبرګولی ۱۳۹۸، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عالي مقام دفتر لوی رياست د پاليسۍ، څارنې او پلټنې ریاست مرستيال ښاغلي عبدالسبحان رؤوف په مشرۍ، د جمهوري رياست په ارګ کې ترسره شوه.

له اجنډاء سره سم «د ملي عمل ـ۲ پروګرام» د مهالوېش مسودې په چمتو کولو کې د مدني ټولنې بنسټونو د ګډون په موضوع بحث وشو او (Integrity Watch Afghanistan (IWA)، Afghanistan Democracy and Development Organization (ADDO)، Training Human Rights Association for Women (THRA)، Afghan Youth Civic Network او Afghan Cultural Associations Joint Jirga ) بنسټونه په داوطلب ډول حاضر شول، چې د پرانيستې دولتدارۍ سکرتريت سره همکاري وکړي.

په دې غونډه کې «د ملي عمل ـ ۱ پروګرام» ژمنو ادارو د خپلو ژمنو د تطبیق په تړاو راپورونه وړاندې کړل او په دې اړه یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل. له دې ډلې د عامې روغتيا او ترانسپورټ وزارتونو او د ملي تدارکاتو ادارې استازيو په دې غونډه کې برخه نه لرله. له همدې امله پرېکړه وشوه، چې د پرانیستې دولتدارۍ سکرتريت دې راتلونکې اونۍ د غير حاضرو ادارو او مدني ټولنې استازيو په حضور کې غونډه وکړي، څو يادې ادارې د خپلو کاري پرمختګونو په اړه راپور د عمومي ټولنې له غړو سره شریک کړي.

د یادونې ده، چې په دې غونډه کې محترم عبدالودود افغان د عمومي ټولنې/ فورم د انتخابي معاون په توګه معرفي شو او همداراز د عمومي ټولنې پخوانۍ معاونې محترمې محموده تقوا ته د هغې د ارزښتناکو خدمتونو له امله ستاینلیک ورکړل شو.

 


شریکول