د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د ۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۰۲ چنګاښ ۱۳۹۸

د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او نوییمه غونډه کې، د حاجیانو لپاره د درملو او طبي موادو او د هغوی د لېږد په موخه د B747- 422 الوتکې کرایه کولو (چارټر) په ګډون، له ۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۷ تدارکاتي موارد منظور شول.

جمهور رئیس غني د حاجیانو د لېږد په تړاو اقتصاد او مالیې وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وکړه، چې یو واضح مهالوېش او پلان ترتیب کړي، څو په ټاکلي وخت، د ۱۳۹۸ کال د حاجیانو ټولې چارې په ښه او غوره ډول بشپړې شي.

په عمده منظور شویو قراردادونو کې له کامې پُل څخه د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ تر برکاشکوټ سیمې پورې د سړک بیارغاونه؛ د دوشي ــ بامیان سړک دویمې برخې جوړول؛ د کندهار د ۳۵۰ بستریز روغتون د احاطوي دېوال جوړول؛ د هرات جامع جومات د اساسي رغاونې لپاره اقدامات؛ د کابل او پولي‌تخنیک پوهنتونونو د هلکانو او نجونو لیلیو اړتیا وړ ۳۷ قلمه اعاشوي توکو برابرول؛ په کندهار او فراه کې د دوو لیلیو جوړول؛ د مالیې وزارت د مستوفیتونو د ۱۷ څانګو لپاره د انټرنېټي خدمتونو برابرول؛ د نوري فایبر په وسیله د ۱۰۱ ښوونځیو او مدرسو نښلول او د خوست امنیه قوماندانۍ د ځانګړې قطعې تأسیساتو جوړول شامل دي.

په دې غونډه کې، د پروان دو له څلور لارې تر تنظیف څلور لارې، له تنظیف څلور لارې تر لب‌جر څلور لارې، له لب‌جر تر پنجصد فامیلي، له خشت هوختیف تر ګولایي پارک پورې د لېسه مریم سړک، د قرارداد د تعدیل منظوري (د قېمت کموالی) د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور شو.

پر دې سربېره، د کونړ ــ ننګرهار د مرمر او د پروان د لولنج سیمې د تراورتین پروژو د پروپوزلونو ارزونې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت وړاندیزونه او راپورونه د کمېسیون له لوري تأیید شول.

له بل لوري، د شبرغان اندخوی نوي سب‌سټېشن ازمویلو، د مزار شریف سب‌سټېشن پراختیا او د کابل ولایت د ارغندي ۲۰/۲۲۰ کیلوولټه سب‌سټېشن جوړولو، ډيزاین او تجهیز د وخت تعدیل وړاندیز هم تأیید شو.

همداراز په دې غونډه کې، له نورو دولتونو او سازمانونو؛ نړیوالو شرکتونو او ټولنو سره د افغان دولت د قرارداد له لارې د عامو تدارکاتي اقلامو د طی مراحل طرزالعمل په اړه د ملي تدارکاتو ادارې وړاندیز د کمېسیون له لوري تأیید شو.

په دې غونډه کې، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو؛ د افغانستان روڼتیا څار بنسټ، سیګار او غوڅ ملاتړ سیستیکا څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول