د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د ټاکنو کمېسیون لپاره له ۱۷ زرو څخه د زیاتو بایومیټریک دستګاوو پېرل په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۱۱ چنګاښ ۱۳۹۸

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون یو سل او نوییمه ځانګړې غونډه د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره د بایومیټریک دستګاوو برابرولو په موخه، ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د ۱۴٫۱۴ میلیون یورو په مجموعي ارزښت د ۱۷۸۶۵ بایومیټریک دستګاوو او اړتیا وړ سافټویرونو برابرولو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون غوښتنه، منظور شوه.

په همدې حال کې، د مدني بنسټونو په استازولۍ د افغانستان روڼتیا څار بنسټ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د اړتیاوو د تثبیت د څرنګوالي او په دې پروسه کې د روڼتیا د تأمین په اړه خپل نظریات شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو لپاره نږدې ۳۹ زره بایومیټریک دستګاوو ته اړتیا لري، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې له ۲۰ زرو زیاتې دستګاوې پېرل شوې دي.

په دې غونډه کې، د مشرانو جرګې مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو او د افغانستان روڼتیا څار بنسټ څخه ملي څارونکو هم برخه اخیستې وه.#

 


شریکول