د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر لوی رئیس ډاکتر فیض‌الله کاکړ په رسمي توګه يې دنده پیل کړه

۱۸ چنګاښ ۱۳۹۸

د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر لوی رئیس ډاکتر فیض‌الله کاکړ په رسمي توګه يې دنده پیل کړه.
په دې مراسمو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر نوي رئیس ‌ډاکتر فیض‌الله کاکړ د جمهور رئیس محمد اشرف غني له باور مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د تېرو تجربو په رڼا او د دغې ادارې د مسوولانو او کارکوونکو په همکارۍ به د ورسپارل شوو چارو په مخته وړو کې هېڅ ډول هڅې ونه درېغوي.


شریکول