د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام د دفتر د عمومي رئیس محترم محمد شاکر کارګر ژوندلیک

۲۳ غویی ۱۳۹۹

    محترم محمد شاکر کارګر د ۱۳۴۶ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۱ نېټه ، د فاریاب ولایت  کارګر خانې کلي کې د  الحاج وکیل استاذ عبدالرسول کارګر په علم پرورې او روڼ اندې کورنۍ کې دې زایلې نړۍ ته سترګې وغړولې.

   محمد شاکر کارګر په یوې داسې ولسي کورنۍ کې زېږېدلی دی چې دواړه نیکونه یې، حاجي نادر نیاز کارګر (پلرنی نیکه) او وکیل احمد خان کارګر ( مورنی نیکه)، په ۱۳۰۷ کال  د امیر امان الله خان د پاچاهی په دوره کې، له فاریاب ولایت څخه د ولسي جرګې غړي او هم یې د ۱۳۱۰ لمریز کال په لویې جرګې   کې د یاد ولایت له خلکو څخه استازيتوب کاوه.

   نوموړی په ۱۳۵۲ لېږدیز کال  دمرکز اندخوی په لومړني ښوونځي کې شامل،  منځنۍ ذده کړې یې د کابل ښار په شاه شهید منځني ښوونځي کې تر سره او په پای کې یې هم د مرکزاندخوی له ابومسلم خراساني لېسې څخه له دولسم ټولګي نه د عمومي اول نمره په توګه خپل بری لیک تر لاسه کړ. دا چې نوموړي د درسونو له دوام سره زښته مینه درلوده نو د همدې مینې له امله کابل ښار ته راستون شو او د کابل پوهنتون د آمادګۍ په پوهنځي کې یې د ۱۳۶۳ نه تر ۱۳۶۴ کال پورې لوړې ذده کړې پر مخ بیولې،  بیا د همدې کال په وروستیو کې د یوه تحصیلي بورس له لارې د وخت شوروي هیواد ته ستون شو او له حرتس سانکت پیترز بورګ دولتي پوهنتون نه یې د حقوقو او تاریخ په څانګه کې د لسانس، بیا  یې په ۱۳۷۰ کال کې هم له همدې پوهنتون څخه د ماسترۍ بری لیک تر لاسه کړ. د یادولو وړ ده چې ده له حرتس سانکت پیترز بورګ پوهنتون څخه په کال ۱۳۹۰کې د نړیوالو حقوقو په څانګه کې د دوکتورا افتخاري سند هم تر لاسه کړ چې دا په ټولې نړۍ کې د ۲۵۰کلونو راپدې خوا پنځوسم د دوکتورا افتخاري سند دی چې په لومړي ځل له افغانستان څخه محمد شاکر کارګر ته ورکول کېږي.

په خپل ګران هېواد افغانستان کې د یوه رښتیني او با ثباته دولت په رامنځته کېدلو کې له خپلو هڅو نه هیڅ دریغه ونه کړه اوپه دې لړ کې یې ځینو هیوادونو لکه امریکا، کاناډا، هالنډ، ترکیې، ایټالیا ته هم د همدې موخې لپاره سفرونه کړي دي ، چې بیا د بن په نړیوال کنفرانس کې د هیواد د جمهوري ریاست مرستیال او د برېښنا، انرژۍ وزارت د وزیر په توګه ونومول شو.

    محمد شاکر کارګر د۱۳۸۴کال پارلماني ټاکنوته له خپل پلرني ولایت فاریاب څخه ځان نوماند کړ او د همدې ولایت نه یې د خورا زیاتو رایو په خپلولو سره ولسي جرګې ته لاره وموندله چې بیا د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو په کمېسون کې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

     نوموړی په ۱۳۹۱ لمریز کال د آذربایجان هېواد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت له لوري سفیر وټاکل شو او په باکو کې یې د افغانستان سفارت پرانیست.

   دی د جمهوري  ریاست ماڼۍ د ۱۳۹۲\۸\۸ نېټې د ۵۰۴۶ ګڼې حکم له مخې د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر په توګه وټاکل شو او وروسته بیا له ولسي جرګې نه  د زیاتو رایو په خپلولو سره د همدې وزارت، وزیر وپېژندل شو.

محمد شاکر کارګر له ۱۳۹۳ څخه تر ۱۳۹۸ کال پورې په مشترک المنافع هېوادونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړه.

ښاغلی کارګر د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۳۹۹/۱/۱۱ نېټې د ۶ شمېرې فرمان پر بنسټ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام د دفتر د عمومي رئیس په توګه وګومارل شو.


شریکول