جمهوررئیس غني د کمال خان بند د دریم فاز جوړولو چارې او پرمختګ له نږدې وکوت

۰۶ زمری ۱۳۹۹

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون د نیمروز ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې او د کمال خان بند د دریم فاز جوړولو چارو د لیدلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابینې یو شمېر غړو او د ځینو ادارو مسوولینو هم د جمهوررئیس ملتیا کوله، په زرنج هوایي ډګر کې د یاد ولایت ملکي او نظامي مسوولینو اومشرانو جمهوررئیس او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.

د هیواد جمهوررئیس وروسته د کمال خان بند سیمې ته د یاد بند د دریم فاز جوړولو چارو او پرمختګ د لیدلو په موخه اړوند سیمې ته ورغی او د یاد بند د دریم فاز ساختماني مدیر انجنیرحکمت ولي د کمال خان بند د دریم فاز جوړولو چارو او کاري پرمختګ په اړه جمهوررئیس غني ته معلومات ورکړل.

انجنیر حکمت ولي وویل، د کمال خان بند د دریم فاز جوړولو چارې اتیا سلنه بشپړې شوي او تر راتلونکو څلورو میاشتو به پاتې چارې بشپړې او بند به د اوبو زېرمه کولو ته چمتو شي چې د زرګونه هکتاره ځمکې خړوبولو ترڅنګ به د نهه میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم ولري . هغه زیاته کړه، د ښه کیفیت او پرمختګ په موخه په لابراتوارکې له ازمویلو وروسته ساختماني مواد کاروي.

انجنیر حکمت ولي څرګنده کړه، د دغه بند بشپړولو سره به دغه دښتې زرغونې، اوبه مهار او په کانالونو کې تنظیم شي. د سېلابونو د زیانونو، رسوباتو، توپانونو او وچکالۍ مخنیوی به وشي. د کاري زمینو ترڅنګ به زرګونه کورنیو ته د عاید سرچینه برابره شي.

نوموړي وویل، سره له دې چې کرونا وبا د دوی په چارو اغېز کړی، ځینې تخنیکي همکاران او مواد یې په بهرنیو هیوادونو کې ایسار پاتې دي، مګر د دې باوجود به هم د دغه بند چارې پر ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د کمال خان بند د دریم فاز په اړه د پریزنټېشن له اورېدو وروسته جمهوررئیس غني د یاد بند جوړولو چارې او بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس انجنیر خان محمد تکل په هغه اړه جمهوررئیس غني ته معلومات ورکړل.


شریکول