د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د جمهوری ریاست د عالي مقام د عمومي رياست د مبارکۍ پيغام

۰۹ زمری ۱۳۹۹

بسم‌الله الرحمن الرحیم
د قربانۍ اختر يو لوی اسلامي ارزښت، د فداکارۍ او ايثار لويه نښه او د خدای تعالی په دربار کې د انسان د عاجزۍ او تعبد لویه بېلگه ده.

درنو هېوادالو!
سږ کال موږ تاسې په داسې حال کې لوی اختر لمانځو، چې د هېواد په کچه سولې ته د رسېدو لپاره د يو لوی بدلون او تحول په لاره کې يوو. سوله د افغانستان د خلکو لويه هیله او غوښتنه ده، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت رهبري تل هڅه کوي، چې دا مذاکرات د جمهوري نظام او د وروستیو کلونو ټولو لاسته راوړنو په ساتلو سره دا سوله د خپله افغانانو په مالکیت سره راشي.
دا چې د طالبانو ډلې د لوی اختر په مناسبت سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی، موږ يې هم د دې اوربند هرکلی کوو او په غځولو يې ټينگار کوو. هيله من يو چې ژر تر ژره د افغانستان د اسلامي جمهوريت مذاکرات له طالبانو سره پيل شي.

درنو هېوادالو!
پر (COVID - 19) ويروس د اخته کېدو او د خپرېدو خطر يې لا هم په ټولنه او د خلکو په منځ کې ليدل کېږي او دا نړيوال آفت تر اوسه هم درملنه نه لري او واکسين يې هم تولید شوی نه دی.
سربېره پر دې چې تاسې ټولو هېوادوالو ته د خوښيو ډک اختر غوښتونکي يوو، هيله من يوو، چې د امکان تر حده د گڼې‌گوڼې په ځايونو کې له راټولېدو او دغه راز له غير ضروري ليدنو څخه ډډه وکړئ، څو ستاسې خپل او د اطرافيانو روغتيا او سلامتي مو وساتل شي او روغ پاتې شئ.
دا چې هر کال لوی اختر په هېواد کې په ځانگړي شان او شوکت سره لمانځل کېږي، هیله من یوو، چې سږ کال هم د خپلو صدقو، عبادتونو او نظرونو تر څنگ د گران هېواد افغانستان د آبادۍ او پرمختگ لپاره هم د خير دعاوی وکړئ او د هېواد د بېوزلانو، کونډو او يتيمانو په لاسنيوي سره د دې پر برکته ورځو په سمه لمانځنه کې برخه واخلئ.

زموږ په دردېدلي وطن کې د جنګ او جگړو د ختم او دايمي سولې د ټيکاو په هيله!

لوی اختر دې ټولو ته مبارک وي!

ژوندی دې وي زموږ گران افغانستان!

محمد شاکر کارګر
د جمهوری ریاست د عالي مقام د دفتر عمومي رييس


شریکول