د خوست له قومي مخورو او متنفذینو سره ناسته!

۰۶ وږی ۱۳۹۹

پرون تر غرمې مخکې ښاغلي محمد شاکر کارګر پخپل کارځای کې د خوست له یو شمېر قومي مخورو او متنفذینو سره ولیدل.
په ناسته کې د دوی په استازیتوب زاهد انګار د خوست ولایت په اړوند ستونزو او مشکلاتو خبرې وکړې.
ورپسې ښاغلي محمد شاکر کارګر د خوست لپاره د ولسمشر د برنامو تشرېح ترڅنګ ژمنه وکړه، چې خوست ته به په هره برخه په ځانګړي ډول په ملي – پراختیایي پروژو کې ځانګړې پاملرنه کېږي او شته ستونزو ته به د پای ټکی ږدي.


شریکول