د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

د پرانیستې دولتدارۍ لومړی کنفرانس د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شو

۲۵ لړم ۱۳۹۹

د پرانیستې دولتدارۍ لومړی کنفرانس نن تر غرمې وړاندې د ارګ په چهارچنارماڼۍ کې جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفترعمومي رییس محمد شاکر کارګر، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رییس فضل محمود فضلي، د کابینې ځینو غړو، د مدنې ټولنو غړو د ملي شورا ځینو غړو او د بهرنیو هېوادونو استازو او ډیپلوماټانو ګډون کړی وو.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رییس محمد شاکر کارګر د دغه کنفرانس په ترڅ کې د پرانیستې دولتدارۍ په باب هر اخیزې خبرې وکړې. نوموړي وویل د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت به د ګډې پرانیستې دولتدارۍ د ټولو ارزښتونو د دود او پلې کولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي. ښاغلي شاکرکارګر په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ګډې پرانیستې دولتدارۍ دود کول یو ستونزمن کار وباله؛ خو ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت به د مدني ټولنو په همکارۍ پر یاده ستونزه بریالی شي.
د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش د پرانیستې دولتدارۍ د سکرتریت نه ددې له امله مننه وکړه چې د ملي عمل -۱ او ملي عمل-۲ برنامو په پلي کولو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او زیاته یې کړه، موږ اوسمهال له حقوقي، قانوني او سیاسي اړخه د پرانیستې دولتدارۍ د اصولو د پلي کولو لپاره بشپړ چمتوالی لرو.
ښاغلي دانش همدا شان له اداري فساد سره د مبارزې، په مالي نظام کې د کنټرول سیسټم د پیاوړتیا، د کشفي، عدلي او قضایي ارګانونو پیاوړتیا او همدا راز په نظامي برخه کې پر معیاري ګمارنو ټینګار وکړ. د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر د پالیسۍ، پلټنې او بررسۍ مرستیال محمد ابراهیم تمیل، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رییس فضل محمود فضلي، د افغانستان د ګډې پرانیستې دولتدارۍ ټولنې مرستیال عبدالودود افغان، د پرانیستې دولتدارۍ اجراییه رییس سنجي پرادان او ځينو نورو چارواکو پخپل وار د پرانیستې دولتدارۍ پر ښېګڼو او پر وړاندې د شته ستونزو په باب هر اړخیزې خبرې وکړې.

افغانستان په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د پرانیستې دولتدارۍ غړیتوب تر لاسه کړ. اوسمهال د پرانیستې دولتدارۍ سکرتریت د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي ریاست په چوکات کې فعالیت کوي. په دغه موده کې د افغانستان خلکو د عامه پالیسو د جوړولو او عامه خدماتو په برخه کې د پرانیستې دولتدارۍ له خوا له رامنځته شویو اسانتیاوو د پام وړ ګټه پورته کړې ده. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل روڼتیا، حساب ورکولو او عامه ګډون ته ژمن دی.


شریکول