د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې رئیس سره وکتل

۲۷ لړم ۱۳۹۹

 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې رئیس دانیال مدهاني سره وکتل.
په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، دانیال مدهاني په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د سوېډن کمېټې د برنامو او پلانونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
په پای کې جمهوررئیس غني په افغانستان کې د سوېډن کمېټې د کړنو او فعالیتونو قدرداني هم وکړه.
 


شریکول