د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

محمد شاکر کارګر: د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د تبادله شویو امنیتي، دفاعي سرتېرو او ملکي وګړو ملاتړ ته ژمن دی

۲۷ لړم ۱۳۹۹

د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ په هېواد کې د تبادله شویو امنیتي، دفاعي سرتېرو او ملکي وګړو سره د خواخوږۍ په موخه د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي ریاست په مشرۍ، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست او سیمه ییزو ارګانونو ادارې ګډ کمېسیون جوړ شو.
په پام کې ده دغه کمېسیون به د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر د عمومي رییس محمد شاکر کارګر په مشرۍ د ویډیو کنفرانسونو او باصلاحیته پلاوو له لارې د هېواد په اتو زونونو کې د سیمه‌ییزو ادارو په همکارۍ له تبادله شویو امنیتي، دفاعي سرتېرو او ملکي وګړو سره خواخوږي، مرستې او همکاري کوي.
دغه کمېسیون لومړی ځل د هېواد په شمال ختیځ زون کې له تبادله شویو امنیتي، دفاعي سرتېرو او ملکي وګړو سره مرستې وکړې او د دغو مرستو په دوام یې نن تر غرمې وړاندې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر د عمومي رییس محمد شاکر کارګر په مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې د بلخ له والي فرهاد عظیمي سره خبرې وکړې. د دغه ویډیو کنفرانس پر مهال د بلخ د ملي امنیت رییس، امنیه قوماندان مرستیال او د ۲۰۹شاهین قول اردو د ښوونې او روزنې مرستیال هم شتون درلود.
د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رییس محمد شاکر کارګر د ویډیو کنفرانس حاضرینو ته د جمهور رییس او د وسلوالو ځواکونو سراعلی قوماندان جلالتماب محمد اشرف غني پیغام ولوست او زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت به د طالبانو په بند کې د اسیرو شویو امنیتي او دفاعي سرتېرو سرښندنې او قربانۍ هېرې نه کړي، چې د خپلې خاورې د عزت او وقار لپاره يې ورکړې دي او د دوی دغه سرښندنې او قربانۍ به د تاریخ په زرینو کرښو کې ولیکل شي.
ښاغلي کارګر د جمهور رییس پیغام ته په اشارې وویل د افغانستان حکومت او خلک له طالبانو سره هوکړې ته د رسېدو، د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل ښه نیت ښودلی دی؛ خو طالبانو له دې ښه نیته ناوړه ګټه پورته کړې، چې جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.
ښاغلي کارګر همداراز وویل د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او خلکو هېواد کې د باعزته سولې د ټینګښت او له جګړې څخه د طالبانو د لاس پر سر کولو په موخه د طالب بندیانو د خوشي کولو بې سارې پرېکړه وکړه. ښاغلي کارګر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت د تبادله شویو امنیتي، دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو په کلکه ملاتړ کوي. ورپسې د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي د جلالتماب جمهور رییس محمد اشرف غني د تبادله شویو زندانیانو په برخه کې د ارزښتمنې پالیسۍ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د بلخ ولایت رهبري به د جمهوري ریاست د لارښوونو او اوامرو په پلي کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
د کنفرانس په پای کې د طالبانو له بنده خوشي شویو ته نغدي مرستې او ډالۍ ورکړل شوې.


شریکول