د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

د افغانستان او اوزبیکستان د لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۰۱ لیندۍ ۱۳۹۹

محمد شاکر کارګر او ورسره پلاوي اوزبیکستان جمهوري دولت ته د رسمي سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر او اوزبیکستان د لومړي وزیر د مرستیال سردار اوکتاموویچ عمر زاکوف په شتون کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او د اوزبیکستان د لوړو زده کړو د وزیر مجیدوف انعام یوریشیویچ له خوا لاسلیک شو.
ښاغلي شاکر کارګر د افغانستان د خلکو او دولت سره د اوزبیکستان جمهوري دولت له هر اخیزو مرستو مننه وکړه او په دغه هېواد کې د ۹۶ افغان محصلانو د تحصلي اسنادو ستونزو ته د رسېدنې غوښتونکی شو.
همداراز د اوزبیکستان د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان دخلکو او دولت سره د همکاریو د دوام په ټینګار ژمنه وکړه، چې د افغان محصلانو ستونزو ته به رسېدنه وشي.


شریکول