د جمهور رئیس خبرې
هر څوک چې له وارداتو د تولید پر لور یو ګام اخلي او صادراتو ته زمینه برابروي، د افغانستان د ثبات پر لور یو ګام اخلي. صنعتکاران نه یوازې د حکومت انکشافي شریکان دي، بلکې د افغانستان د ثبات شریکان هم دي.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال اوسرپرست وزیر ارزیوف فرهاد نورالدین‌اویچ سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۰۱ لیندۍ ۱۳۹۹

د افغانستان د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفترعمومي رئیس محمد شاکر کارګر د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال او سرپرست وزیر ارزیوف فرهاد نورالدین‌اویچ سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي نورالدین‌اویچ افغانستان دوست او نېک ګاونډی هېواد وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د دوام غوښتونکی شو. ښاغلي کارګر په سیمه کې د ناخوالو د له‌منځه وړلو لپاره د ګاونډیو هېواودونو پر غوره اړیکو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د اوزبیکستان جمهوري دولت په دې برخه کې تل د افغانستان له خلکو او دولت سره همکار پاتې شوی.


شریکول