جمهوررئیس غني : د نوایي او د افغانستان ټولو شخصیتونو افکار او پیغامونه دې چاپ او خوندي شي .

۲۲ مرغومی ۱۳۹۹

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د امیر علي شېر نوایي د زوکړې د ۵۸۰ کالیزې د نمانځلو مشورتي غونډه نن سهار په ارګ کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر، د اطلاعات و فرهنګ سرپرست وزیر محمدطاهر زهیر، د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر، د لوړو زده وکړو علمي مرستیال عبدالتواب بالاکرزي، د جمهوررئیس د علمي او ټولنیزو چارو سلاکار لعل پاچا آزمون، لیکوال او څېړونکي عزیزالله آرال ګډون درلود.

په پیل د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفترعمومي رئیس محمد شاکر کارګرد امیرعلي شېر نوایي په ګډون د هیواد د وتلو عملي ، فرهنګي او ادبي شخصیتونو د لمانځغونډو او د نوموړي د مقبرې ترڅنګ د هیواد د ټولو علمي ، فرهنګي او ادبي شخصیتونو دمقبرو د بیا رغولو په ارښت او اړتیا مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه ، چې د لرغونو اباداتو بیارغونه د هر ملت د تمدن رښانه نښې دي،چې لرغونتوب يې د همغه خاورې د تاریخ او فرهنګ ښکارندویي کوي.

ورپسې جلالتماب جمهوررئيس د امیر علي شېر نوایي د ۵۸۰کلیزې نمانځلو د مراسمو په مشورتي ناسته کې د ابوریحان البیروني د قبر او په هرات کې د امیرعلي شېر نوایي پارک د بیارغولو، د مولانا جلال‌الدین محمدبلخي د پلار خانقاه جوړولو، د امام بخاري (رح) او امام ترمذي له معنوي او علمي مقام څخه د رناوي په موخه د افغانستان او اوزبیکستان جمهوري دولتونو د ګډو پروګرامونو د جوړولو په باب لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي د جمهوري ریاست لوړ مقام د د فتر عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه، چې یاد مسایل تعقیب او له اړوند ادارو سره په همغږۍ ترسره کړي.

جمهوررئیس ټینګار وکړ، چې د افغان تاریخ لیکونکو او پوهانو فکري او اسلامي مکتبونه، د هېوادنۍ مینې، تمدن او یو بل منلو پیغامونه چې پر اعتدال او عدالت ولاړ وي، باید چاپ، خپاره او تشرېح شي. نوی نسل باید له واقعي تاریخي پېښو او مسایلو خبر شي او دا لیدلوری باید په تاریخ‌لیکونکو کې لاپیاوړی شي.

جمهوررئیس همدا راز د امیر علي شېر نوایي په ګډون د هېواد لویو شخصیتونو او شاعرانو د اثارو پر چاپ د ټینګار تر څنګ وویل اړینه ده، چې د افغانستان پېژندنې، لرغون پېژندنې، د تیموري دورې هرات پېژندنې، د تاریخي اثارو د تالیف او راټولولو، ژباړو او د دغو اثارو د وېش په برخه کې ډېر کار وشي. نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې د امیر علي شېر نوایي او د هېواد د ټولو لویو فرهنکي او ادبي شخصیتونو ژوند لیکونه، خاطرې، افکار او مهم پیغامونه دې چاپ، خوندي او له ځوان نسل سره شریک شي.  په پای کې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفترعمومي رئیس محمدشاکر کارګر ژمنه وکړه چې له اړوندو بنسټونو سره به په همغږۍ د یادو مسایلو څارنه کوي او د جلالتماب جمهوررئیس هدایتونه به عملي کوي.


شریکول