د بدخشان ولایت  د واخان ولسوالۍ د واخي او قرغیز قومونو له مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۲۲ مرغومی ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر نن دوشنبه تر غرمې وروسته په ارګ کې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د واخي او قرغیز قومونو له مشرانو، مخورو او ځوانانو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي عبدالشکور واقف، د واخان ولسوالي شورا رئیس جمعه خان آمو او د واخان خلکو استازي میردل په ترتیب سره په مختلفو برخو کې په تېره د کلینیکونو، سړکونو، معیاري مکتبونو پر نشتون، لویو لارو پر خرابوالي او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په تړاو پرشته ستونزو خبرې وکړې.

همدا راز دوی له لوړ مقام وغوښتل، چې واخي او قرغیز ځوانانو ته دې بورسونه برابر او په حکومتي چوکاټ کې پر دندو وګماري.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل د افغانستان ټول وګړي له مساوي حقونو برخمن دي او حکومت دوی ته د مساوي حقونو د تامین او لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مکلف دی. ښاغلي کارګر ژمنه وکړه چې په ناسته کې مطرح شوي مسایل به  تر جلالتماب جمهوررئیس پورې رسوي، څو ژر تر ژره لازم اقدامات وشي.


شریکول