د اوزبیکستان جمهوري دولت د امنیتي خدماتو له مرستیال فرخ مختاروف سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۲۲ مرغومی ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفترعمومي رئیس محمدشاکر کارګر نن دوشنبه تر غرمې وروسته د اوزبیکستان جمهوري دولت د امنیتي خدماتو له مرستیال فرخ مختاروف او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په پیل کې د اوزبیکستان جمهوري دولت د امنیتي خدماتو د رئیس مرستیال فرخ مختاروف د اوزبیکستان د جمهوررئیس د وینا پر اساس ډاډ ورکړ، چې له افغانستان سره د سولې پروسې، له شته نظامه د دوامداره ملاتړ او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې دوامدارې همکارۍ ته ژمن دی. پر همدې سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا په تېره د دواړو هېوادونو د پولو ترمنځ د سوداګري بازارګوټو رامنځته کول، چې د کاري زمینې برابرولو او اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې مهم رول لري، بحث وشو.

ورپسې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمدشاکر کارګر د یاد هېواد له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د افغانستان جمهوررئیس جلالتماب محمداشرف غني د وینا پر اساس یې وویل، چې افغانستان له څو زره کالونو راپدېخوا د اسیا څلورلارې پاتی شوی، اوسمهال افغانستان له سترو فرصتونو او ګواښونو په تېره له تروریزم سره مخامخ دی نوموړي هیله وښوده، چې په دې برخه کې دوامداره همکاري وکړي.

ښاغلي کارګر وویل افغانستان د منځنۍ اسیا له مهمو برخو دی او لازمه ده، چې تلپاتې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونه له افغانستان سره همکار او ملګري واوسي.


شریکول