د خوست ځدراڼو قوم له مشرانو، ځوانانو او متنفذینو سره د محمدشاکر کارګر لیدنه

۲۴ مرغومی ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر نن چهارشنبه تر غرمې وړاندې د خوست ځدراڼو قوم له مشرانو، ځوانانو او متنفذینو سره په ارګ کې ولیدل.

د لویې پکتیا شورا رئیس وکیل محمدالدین ځدراڼ او قاضي احمد ببرک‌زي د ګډونوالو په استازیتوب له شته نظام او د سولې له باعزتې، باثباتې او دوامداره پروسې د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې لوړ مقام دې د دوی امنیتي، روغتیایي ستونزو، ښوونې روزنې، ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو او نورو مسایلو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس د ځدراڼو له ستر قوم مننه وکړه، چې د حکومت له تېرو نولس کلنو لاسته راوړنو ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه چې د حکومت رهبري پر وړاندې د افغانستان ټول اتباع برابر حقونه لري او حکومت ملکف دی، چې ټولو هېوادوالو ته برابر حقوق او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي کارګر ژمنه وکړه، چې یاد مسایل او ستونزې به تر جلالتماب جمهوررئیس رسوي او د هغوی له لارښوونې سره سم به اړوند ستونزو ته رسېدګي کوي.


شریکول