په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو  له مرستیال سفیر مک کري سره د محمدشاکر کارګر لیدنه

۰۵ سلواغه ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمدشاکر کارګر نن یکشنبه تر غرمې وړاندې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو  له مرستیال سفیر ان مک کري سره ولیدل. په دې ناسته کې د سولې پر روانو مذاکراتو او د وسلوالو مخالفینو لخوا په هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي هر اړخیزې خبرې وشوې.

ښاغلي کري ډاډ ورکړ، چې امریکا به له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې سوله او امنیت د امریکا متحده ایالاتو اساسي لومړیتوبونه دي او د امریکا حکومت نوې رهبري به دغې موخې ته رسېدو لپاره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو  څخه خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي. ښاغلي کري هیله وښوده، چې د سولې خبرې اترې ژر یوې ښې پایلې ته ورسېږي، څو په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات رامنځته شي.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمدشاکر کارګر په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د امریکا د دولت او خلکو له مرستو او د سولې په بهیر کې د دوی له هڅو د ستاینې تر څنګ وویل، چې امریکا او طالبانو ترمنځ د د هوکړه‌لیک تر لاسلیکېدو وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی. ښاغلي کارګر همدا راز د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې د بیاکتنې په تړاو د امریکا د نوې رهبرۍ د دریځ هرکلی وکړ.


شریکول