د افغانستان د دفاع له پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ سره د محمدشاکر کارګر لیدنه

۰۵ سلواغه ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمدشاکر کارګر نن یکشنبه تر غرمې وروسته د افغانستان د دفاع له پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هېواد پر مختلفو مسایلو په تېره امنیتي، سیاسي او د سولې پر روانو خبرو هر اړخیز بحث وکړ.


شریکول