د ترکمن قوم له ځينو ځوانانو سره د محمدشاکر کارګر لیدنه

۰۵ سلواغه ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر نن تر غرمې وروسته د ترکمن قوم له ځینو ځوانانو سره ولیدل

په دې لیدنه کې ترکمن ځوانانو له شته نظامه د ملاتړ ترڅنګ د سولې په مذاکراتو کې د نولس کلنو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ او له لوړ مقام سره یې د ترکمن ځوانانو ستونزې په تېره، په مهمو حکومتي بستونو کې د ترکمن کادرونو  نه‌شتون، په  تحصیلي بورسونو کې دوی ته لږه ونډه مهمې ستونزې یادې او خپلې غوښتنې، وړاندیزونه یې شریک کړل.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئيس محمدشاکر کارګر د دوی تر خبرو اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې اړوند ستونزو ته به یې هراړخیزه رسېدنه وشي.


شریکول