په ولسي جرګه کې د کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو له استازو سره د محمدشاکر کارګر لیدنه

۰۵ سلواغه ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر نن یکشنبه تر غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د کندز، بغلان او سمنګان ولایت له استازو شاه خان شېرزاد، عبدالرزاق هاشمي او ابدال الله محمدي سره ولیدل.

د لیدنې پر مهال د یادو ولایتونو وکیلانو په دغو ولایتونو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د حل لپاره یې وړاندېزونه شریک کړل.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر د دوی تر خبرو اورېدو وروسته وویل، چې یادو ستونزو ته به د جمهوررئيس له لارښوونو سره سمه رسېدنه وشي.


شریکول