د امیر علي شېر نوایي نړیوال سیمینار د چمتوالي په موخه د ټاکل شوي کمېسیون ناسته ترسره شوه

۰۶ سلواغه ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر په مشرۍ د امیر علي شېر نوایي د ۵۸۰م تلین په ویاړ د امیر علي شېر نوايي نړیوال کنفرانس ته د چمتوالي په پار د ټاکل شوي کمېسیون ناسته په ارګ کې ترسره شوه.

په پیل کې د غونډې حاضرینو ته د جلالتماب جمهوررئیس حکم ولوستل شو ورپسې د کمېسیون غړو ته سپارښتنه وشوه، چې ور سپارل شوې دندې په ښه توګه سرته ورسوي. پر دې سربېره په غونډه کې د دغه نړیوال سیمینار د جوړولو په پار د چمتوالي په چارو کې د پرمختګونو، په بلخ کې مولانا جلال الدین بلخي د پلار د خانقا د مرمت، د پاچا خان د نهضت د سلمې کلیزې د لمانځلو، په غزني کې ابوریحان د مقبرې د رغولو، د دوست هېواد اوزبیکستان سره په همغږۍ د امام ترمذي او امام بخاري د معنوي ارزښت لمانځغونډې او له ټولو اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ په هرات ولایت کې د امیر علي شېر نوايي د پارک د بیارغولو په باب لوړ مقام ته مالومات وړاندې شول او د کمېسیون غړو ته لازمې لارښوونې وشوې. 

د یادونې وړ ده، چې جلالتماب جمهوررئیس د حکم له مخې د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس دنده لري، چې له ټولو اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ یادو شویو مسایلو ته رسېدنه وکړي.


شریکول