د خصوصي سکتور برخه کې د جمهور رئیس له سلاکار علي اکبر ژوند سره د محمد شاکر کارګر لیدنه

۰۲ کب ۱۳۹۹

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر نن شنبه تر غرمې وړاندې په خصوصي سکتور کې د جلالتماب جمهور رئیس له سلاکار علي اکبر ژوند سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د خصوصي سکتور په اوسني وضعیت او وزګار ځوانانو ته په کاري فرصتونو کې د یاد سکتور د رول په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر د ښاغلي ژوند له فعالیتونو او هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې خصوصي سکتور کولی شي د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې رغند رول ولوبوي او په دې برخه کې افغان حکومت اساسي پروګرامونه په نظر کې لري.


شریکول